☁️
☁️
☁️
☁️
🎈 📚 🌟

کیسې او نظمونه

🏠 بېرته صوفیان حجرې ته

د ماشومانو نظمونه 🧸

ښکلي پښتني نظمونه چې ماشومان ترې زده کړه کوي!

🍉 شمېرنه (یو نه تر لسو)
يو دوه درې خټكے پرې پرې دوه درې څلور هسې مه كوه اوس شور درې څلور پينځه وايه لاس دې ووينځه څلور پينځه شپږ راته ونيسه اوس غوږ پينځه شپږ اووه راته لاس دې ونيوه شپږ اوه اته راته نېغ دې وكاته اته نهه لس قيصه خلاصه شه اوس بس
🥊 د ايك او دو جنګ وه
​د ايك او دو جنګ وه ​تين ورته ولاړ وهٴ ​چار په منډه لاړهٴ ​پنج ئې ترې خبر كړهٴ ​چهـ ئې برابر كړهٴ ​ست په ګډېدو شهٴ ​اټ په ډمامو شهٴ ​نو ئې څوكيدار وهٴ ​دس ئې جمعدار وهٴ .
🚶‍♂️اېك دايه دايه
اېك دايه دايه ​ورشه ورته وايه ​نهٴ راكي چوټي ​سبا به ځو وختي .
👣 پاپو پل واخله
پاپو پل واخله ځمکي نه بدل واخله ​پل دې بختور شه سبا بل واخله.
🌧️ ​نرے نرے باران دے
​نرے نرے باران دے ​بابا مې را روان دے ​د كټ لاندې پيشو ده ​پيشو ته وايه پيشې ​مېږيه ستړے مهٴ شې .
👨‍👦‍👦 يوه سړي ته چا وې
يوه سړي ته چا وې څو ځامن دې دي ​هغهٴ ورته جواب وركړهٴ چې : ​يو دے دے يو نادے دے ​يو خېر ګل بل مامدے دے ​دوه غوا تړي دوه ملا تړي ​دوه تلے په لښكر ​دوه كور دوه په لاهور ​دوه په ګور دوه لا نور ​يو دے دے يو نادے دے ​يو پائنده بل رامدے دے ​دوه ملا تړي دوه څخي تړي ​بابا ئې لا ژوندے دے .
👦​ورور مې تلے دے
ورور مې تلے دے دغلې له ​را به شي غرمې له ​ما له به پلي راوړي ​پلي به زهٴ سيند ته وولم ​سيند به ما له كاڼے راكړي ​كاڼے به زهٴ الله له وركړم ​الله به ما له ورور راكړي ​ورور به زهٴ ابۍ له وركړم ​ابۍ به ماله شال راكړي ​شال به زهٴ په سر كړم ​ګنډے به په پښو كړم ​بهر ته به راوځم ​ورور به وايي چرته ځې ​وخت د ګرځېدو نهٴ دے .
👧 ورور مې تلے دے
ورور مې تلے دے په ښكته ​ما له به پلي راوړي ​پلي به زهٴ غوا له وركړم ​غوا به ما له پۍ راكړي ​پۍ به زهٴ سيند له وركړم ​سيند به ما له كاڼے راكړي ​كاڼي به زهٴ خداے له وركړم ​خداے به ما له ورور راكړي ​ورور به زهٴ ابۍ له وركړم ​ابۍ به ما له شال راكړي ​شال به زهٴ په سر كړم ​غشي به په پښو كړم ​ورور به راته وايي لولكۍ لولكۍ چرته ځې.
🧓🏿 ​تورې ببو
تورې ببو ​په څهٴ ولاړه يې ​په توره ګټه ​څهٴ ته ګورې؟ ​تورې مرغۍ ته ​جلال ئې وويشتهٴ ​چا؟ ​على حېدر په تكه توره تماچه ​اله بيم باجا.
🔫 ​پورې غاړه ونه وه
​پورې غاړه ونه وه ​د ونې لاندې ګټه وهٴ ​د ګټې لاندې مار وهٴ ​د مار په خلهٴ كښې تار وهٴ ​تار زما په كار وهٴ ​نهٴ څښم د ګبين اوبهٴ ​خلهٴ به مې تڼاكه شي ​كابل به رانه پاتې شي ​لاړمه كابل ته ​د كابل تمبړۍ پورې وې ​لاړمه لاهور ته ​د لاهور تمبړۍ وازه وه ​يو پكښې نادانه وه ​په شل روپۍ ارزانه وه ​ما سره ټوپك وهٴ ​هغه د چرو ډك وهٴ ​هغه مې پرې ورخلاص كړهٴ ​ځان مې ترې راخلاص كړهٴ .
⛰️ وخمته غرهٴ ته
وخمته غرهٴ ته د غرهٴ تمبړۍ پورې وې ​لاړمه لاهور ته ​د لاهور جينكۍ تورې وې ​لوبو ته تيارې وے ​كونڅۍ ئې ناقلارې وې ​ټيك د ټيكالو سره ​اوږۍ د سملكو سره خداے به مې باچا كړي ​بيا به ځم د درانو سره .
👰 پورې غاړه كلے دے
پورې غاړه كلے دے ​سور شال پرې غوړېدلے دے ​مشر ئې باكو وهٴ ​فتح خان جرګې له تلے دے ​خانه فتح خانه د حجرې غولے دې تنګ دے، تنګ دے ​ناوې پرې تېرېږي راتېرېږي ​د كالو ورسره شړنګ دے شړنګ دے ​دړې دوړې ډنګ دے ​خوږ بادرنګ دے ، ​د پير بابا ملنګ دے ​تاسو كره چختے نشته ​مونږ كره د سرو زرو پالنګ دے ​هائې هائې په طورو جنګ دے .
🐄 اكوبكو
اكوبكو سر سيندكو ​غوا مې لاړه په ترپكو ​اباسين بېړۍ بېړۍ ​پكښې ناسته درخانۍ ​درخانۍ خورې راوځه ​په لستوڼي كښې دې څهٴ دي ​خواږهٴ دي كهٴ تراخهٴ دي ​ابۍ شړنګ دربلۍ زما د ماما مېښه وه په هره پوله پېښه وه ​نشته كونډے پۍ ​چې پكښې ډوبه كړم سيپۍ .
💰 د جينكو غږونه
اے كاكا پېسه واخله ​سره پرې دنداسه واخله ​درې چته مې كور دے د ډمو پكښې شور دے ​يو ډمه مې مړه كړه ​ماما كره مې شپه كړه ​مامې مې خمبيره كړه ​روټۍ مې ترې پخه كړه ​چې يوه روټۍ مې وخوړه ​او بلې ته مې لاس كړهٴ بابا كونټۍ ته لاس كړهٴ ​سر ئې راله مات كړهٴ وينې ترې بهېږي ​اوس به څهٴ چل كېږي ​بابا به جېل ته كېږي .
🪓راوړئ تبرګے
راوړئ تبرګے ​چې پرې وچوو لرګے ​چې پرې باندې كړو ديګونه ​چې پرې كېږدو خانكونه ​چار ګل پرې پرې ​ملغلرې پرې سورې ​جازونه راغلل لس ​ګولۍ وولي په كړس ​خداے ته به سوال وكړم چې ما خلاصه كړي له اوره ​د خداے كارونه ګوره .
🥭 ​نازو نازو راشه
نازو نازو راشه ماسره پخلا شه ​ام به درله دركړم ​مم به درله دركړم ​بيا چې لاړ شو كور ته ​حال به وايو مور ته ​ام مې ډېر خوړلي مم مې ډېر خوړلي ​هلته يو جينۍ وه ​لويه ئې پيپنۍ وه ​مخ ئې وهٴ تك تور ​سر ئې وهٴ ببر ​لاس ئې وو خيرن ​غاښ ئې وو خيچن ​ما ورته كتل ​دې راته خاندل ​بيا مې راغله خوا له ​لاس ئې راكړهٴ ما له ​دې وې كور مې نشته ​پلار او مور مې نشته ​ام مې ورله وركړهٴ ​مم مې ورله وركړهٴ .
🛏️ كاته ناته
كاته ناته ​ورور مې تلے دے په ښكته ​ما له به سالو راوړي ​ورندارې له مې نته ​نته كته نهٴ وه ، ورندار پرېوته له كټه ​سر ئې په بازو وهٴ ، مَلا ئې ما ته شوه چورلټه ​اخ د ناوې سور پېوے ​ما له به ورور راوړي له بازاره زرغونه پېوے .
🔤 الف ب
الف لكه ايلۍ ​با لكه بېلۍ ​تا لكه تېلۍ ​پا لكه پېلۍ ​ج لكه جونګړه ​ابۍ ما له چكۍ ګوړه .
🤱ټاټۍ ټاټۍ ټاټۍ ټاټۍ
ټاټۍ ټاټۍ ټاټۍ ټاټۍ ​ټاټۍ په ځانګوټۍ ​په ټاټۍ كښې مې بچے دے ​د بچي سپينه كوكۍ ​ټاټۍ ​په ځانګوټۍ ​پيشي شه پيشو ​سپے بهر وغپېدهٴ ​زما بچے اودهٴ دے ​دے په خوب كښې ژړېدهٴ ​په ټاټۍ كښې مې بچے دے ​د بچي سپينه كوكۍ ​ټاټۍ په ځانګوټۍ .

پخوانۍ کیسې 🏕️

هغه کیسې چې زمونږ په حجرو کې به مشرانو کولې.

🕊️ ښېګړه بې نتیجې نه وي
پخوا یو سړی و چې ډېر ناروغ و. کله چې د مرګ حالت ته ورسېد، خپل زوی یې راوغوښت او ورته یې وویل: زویه، ما خپله ځمکه د درملو لپاره یو بنیاه ته د سلو روپیو په بدل ګاڼه کړې ده. پنځوس روپۍ ستا له مور سره دي. که زه مړ شم، ته نورې پنځوس روپۍ پیدا کړه او ځمکه بېرته خلاصه کړه. کله چې پلار مړ شو، زوی ډېر کار وکړ او پنځوس روپۍ یې پیدا کړې. هغه یې د مور له پیسو سره یو ځای کړې او بنیاه ته ولاړ. بنیاه ورته وویل چې د دې ترڅنګ پنځوس روپۍ سود هم راغلی دی. هلک ډېر خفه شو او بېرته روان شو. په لاره کې یې یو غږ واورېد. یو مرغه په قفس کې بند و. هلک هغه خوشې کړ. مرغه خوشحال شو او ورته یې وویل: ته ولې خفه یې؟ هلک خپله کیسه ورته وکړه. مرغه ورته وویل: د قفس لاندې ځمکه وکینه، هلته به تا ته پیسې پیدا شي. هلک ځمکه وکينله او یو کوچنی بکس یې وموند. په هغه کې روپۍ وې. هغه یې واخیستې او بنیاه ته یې یوړې. بنیاه ځمکه بېرته ورکړه. هلک ډېر خوشحال شو او وروسته یې ښه ژوند پیل کړ.
🦊 هوښیاره لومبړه
یو وخت یو منزرے، یو مېلو او یوه لومبړه ښکار ته لاړل. منزري هوسۍ ونیوله، مېلو ګډ ونیو او لومبړې سویه ونیوله. وروسته یې وویل چې دا ښکار باید ووېشل شي. منزري مېلو ته وویل چې ته یې ووېشه. مېلو وویل: هوسۍ ستاسو ده، ګډ زما او سویه د لومبړې. منزرے په قهر شو او مېلو یې وواهه. بیا منزري لومبړې ته وویل چې ته یې ووېشه. لومبړې وویل: باچا سلامت، سویه زما له طرفه تاسو ته ډالۍ ده، ګډ ماښام وخورئ او هوسۍ سبا وخورئ. منزرے ډېر خوشحال شو او پوښتنه یې وکړه چې دا عقل دې له کومه زده کړی؟ لومبړې وویل: د مېلو له حاله مې زده کړ..
🐜 کېرړی او مېږی
یو کېرړی او یو مېږی ملګري وو. کله چې ژمی راغی او ډېر بارانونه وشول، کېرړی خوراک ونه درلود. ډېر وږی شو نو د مېږي کور ته ولاړ. هغه مېږي ته وویل: مهرباني وکړه، لږ اوړه راکړه. مېږي ترې وپوښتل: په اوړي کې دې څه کول؟ کېرړي وویل: ما سندرې ویلې او خوشحاله ګرځېدم. مېږي وویل: موږ په اوړي کې کار کاوه او خوراک مو جمع کاوه. اوس موږ ارام یو، خو ته چې کار نه کاوه نو اوس به خپله ستونزه زغمي..
🐧 کارغه او ښارو
یو کارغه او یو ښارو ګاونډیان وو. د ښارو کور له خټو جوړ و، خو د کارغه کور له مالګې جوړ و. یوه ورځ ښارو غوښتل چې ډوډۍ پخه کړي خو مالګه ورسره نه وه، نو د کارغه کور ته ولاړه او مالګه یې وغوښته. کارغه انکار وکړ. وروسته سخت باران وشو او د کارغه د مالګې کور ویلې شو. کارغه بې کوره شو او د ښارو کور ته ورغی. ښارو لومړی خفه وه خو وروسته یې هغه کور ته پرېښود او خوراک یې هم ورسره شریک کړ. کارغه پوه شو چې باید له خلکو سره ښه چلند وکړي..
🎃 چندڼ مندڼ
پخوا د یو سړي دوه زامن وو چې نومونه یې چندڼ او مندڼ وو. کله چې دوی واړه وو، مور یې مړه شوه. وروسته یې پلار بل واده وکړ. د دوی میرې مور له دوی سره بد چلند کاوه. یوه ورځ چې پلار یې بل ښار ته تللی و، میرې مور دواړه ماشومان ووژل او د هغوی ایره یې په باغ کې واچوله. څه وخت وروسته په هماغه ځای کې دوه ونې راشنه شوې. کله چې خلکو به د ونو مېوه اخیسته، نو داسې غږ به یې اورېده چې وایي: موږ میرې مور وژلي یو. کله چې باچا دا خبره واورېده، خلکو ته یې وویل چې حقیقت معلوم کړي. بالاخره معلومه شوه چې دا کار د میرې مور کړی دی، نو هغې ته سزا ورکړل شوه..